ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې لوېدلې الوتکه یوه روسي سوداګر د خپلې مېرمنې درملنې ته چارتر کړې وه

بدخشان کې لوېدلې الوتکه یوه روسي سوداګر د خپلې مېرمنې درملنې ته چارتر کړې وه

author avatar
23 Jan 2024 - 13:20
بدخشان کې لوېدلې الوتکه یوه روسي سوداګر د خپلې مېرمنې درملنې ته چارتر کړې وه
author avatar
23 Jan 2024 - 13:20

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): بدخشان کې لوېدلې الوتکه یوه روسي سوداګر خپلې ناروغې مېرمنې ته – چې د درملنې لپاره یې روسیې ته لېږدوله، چارتر کړې وه خو د لوېدو پېښه کې یې دواړو مړه شوي او د ویلو ده چې دغه سوداګر ته پوتین د ښه کار جایزه هم ورکړې وه.

یاده روسۍ شخصي جېټ الوتکه د سلواغې په لومړۍ نېټه د بدخشان په کوف‌آب ولسوالۍ کې ولوېده.

د راپورونو له مخې، د دې الوتکې د عملې څلور کسان ژوندي پاتې دي؛ د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون وویل چې یاد څلور کسان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې په دې پېښه کې مړه شوي دوه کسان ښځه او خاوند وو.

د دې روسۍ جوړې خاوند سوداګر یاد شوی چې د خپلې ناروغې مېرمنې د لېږد لپاره یې له ټایلنده روسیې ته دغه الوتکه چارټر کړې وه.

ازادي راډیو له امریکا د خپرېدونکې ورځپاڼې میامي هرالډ په حواله لیکلي چې د الوتکې لوېدو یاده پېښه کې هغه روسی سوداګر او د هغه مېرمنې ژوند بایللی چې یو وخت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ښه کار په پار جایزه ورکړې وه.

ورځپاڼه لیکي چې دغه روسی سوداګر ۶۵ کلن اناتولي ایفسیوکوف  (Anatoly Evsyukov)د روسیې د روستوف سیمې اوسېدونکی او د یوه سوپرمارکېټ مالک و.

روسي رسنیو ویلي چې د دغه سوداګر د مېرمنې نوم انا و، په ټایلنډ کې د هغې روغتیایي وضعیت ښه نه و او د درملنې په موخه روسیې ته لېږدول کېده.

سرچینې لیکلي چې د پېښې لامل لا هم نه دی څرګند شوی.

د ګارډین په مقاله کې راغلي چې نړۍوالې الوتنې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته تر ډېره هڅه کېږي د افغانستان پر فضا ترسره نه شي، خو ځینې الوتکې په واخان کوریډور کې څو دقیقې د افغانستان فضا ته ننوځي.

د افغانستان دغه کوریډور چې الوتکې یې فضا ته ننوځي، د تاجکستان او پاکستان ترمنځ پروت دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې د دوی ډيپلوماتان له افغان چارواکو سره دا موضوع څېړي.

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي، دوی د دې پېښې په تړاو یوه جرمي دوسیه پرانیستې، څو معلومه کړي چې د خوندیتوب له مقرراتو سرغړونه شوې او که نه.

د ګارډین په وینا، د روسیې یوې وړې کمپنۍ (اتلاتیک ګروپ) چې دغه الوتکه یې اړوند وه، تر اوسه د یادې الوتکې لوېدو په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 581

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.