Language

تورخم دروازه له ۱۱ ورځو بندېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه
ارشیف

جلال‌اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): تورخم دروازه - چې ۱۱ ورځې مخکې پاکستاني لوري تړلې وه - نن سهار بېرته پرانیستل شوه.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني اړخ له موټرچلوونکو او کلېنرانو د ویزې غوښتنه کوله او وروسته بیا افغان لوري هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.

هغه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د لسو ورځو مذاکراتو په پايله کې موضوع حل او نن د تورخم دروازه بېرته د پخوا په څېر پرانیستل شوه.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي د دې لارې پر پرانیستل کېدو خوښي څرګنده کړه، ویې ویل چې د دې لارې تړل کېدو له امله هره ورځ سوداګرو ته شاوخوا سل زره امریکایي دالر زیان اوښت.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.