Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار، سرپل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یوه ځوان او د سرپل په ګوسفندې ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې ده.

د کندهار امنیې قواماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د سه‌شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځوان نن (د سلواغې درېیمه) سهار څلور بجې د پنجوایي ولسوالۍ په زنګاوات سیمه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

د هغه په خبره، یاد ځوان رواني ستونزه لرله.

نوموړي وویل: «د پنجوایي ولسوالۍ په زنګاوات ساحه کې یو تن خپل ځان وژلی، یاد کس چې عصبي مشکل یې درلود د شپې په څلور بجې یې خپل ځان ځړولی و.»

ورته مهال د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ نقیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ (د سلواغې دویمه) د ګوسفندې ولسوالۍ په «ازون‌سقال» کلي کې یوې ۲۲ کلنې ښځې د زهرو په خوړولو ځان وژلی دی.

هغه زیاته کړه، لومړني معلومات ښيي چې دغه پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې چې پولیسو د هغې خاوند نیولی او په دې اړه نور جزئیات به له پلټنو وروسته خپاره شي.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې له پلټنو وروسته د تورن کس دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.