ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي

author avatar
24 Jan 2024 - 14:43
د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي
آرشیف
author avatar
24 Jan 2024 - 14:43

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د زده‌کړو نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.

د سلواغې ۴مه چې د جنورۍ میاشتې له ۲۴مې سره سمون خوري د زده‌کړو نړۍواله ورځ ده.

د بښنې نړۍوال سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغان نجونو په دې ورځ خپل خفګان څرګندوي؛ ځکه د هغوی د زده‌کړو اساسي حق تر پښو لاندې کېږي.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې پرته له قیدوشرط د خپلو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، ډېر شمېر هېوادونو چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز، غندلی دی.

اسلامي امارت په وار- وار ویلي چې د نجونو د تعلیم بندیز موقتي دی او د شرایطو په برابرېدو سره به نجونو ته د زده‌کړې اجازه ورکړل شي.

د زده‌کړو نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د خوړو نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان په لوږه ښوونځيو ته ځي.

دغه بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مناسب خواړه د ماشومانو د زده‌کړې لپاره اړین ده.

Views: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.