لښکرګاه (پژواک، ۴ سلواغه ۱۲۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د سلګونه کیلوګرامه سرب او مسو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت د سلواغې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ په رېګ سیمه کې امنیتي مسوولینو یو سېپای موټر چې ۵۰۰ کیلوګرامه سرب او ۵۰۰ کیلوګرامه مس په کې بار وو او غوښتل یې پاکستان ته یې ولېږدوي، نیولی دی.
هغه زیاته کړه چې له یاد موټر سره په تړاو درې قاچاقکوونکي هم نیول شوي چې له پلټنو وروسته به عدلي ارګان ته وسپارل شي.
دغه راز نوموړي وویل، د یادې ولسوالۍ په لکړۍ سیمه کې یو مازدا موټر چې ۱۷۰ کریټ کینو په کې بار وې او په غیرقانوني ډول له پاکستانه رالېږدول کېدې، هم نیول شوی دی.
وحدت زیاتوي چې د قاچاق مخنیوي په موخه به د امنیتي مسوولینو هڅې دوام ولري .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP