ترینکوټ (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته په ترینکوټ ښار کې په لومړي ځل د یوې جوړې شوې کمېټې له لوري د لېوني او کوڅهډبو سپیانو ټولولو او د له منځه وړو کمپاین پیل شو.
وروسته له هغه چې پژواک د تېرې مرغومي میاشتې ۲۷مه په دغه ولایت کې د لېوني سپیانو له لوري د ۴۶ کسانو داړلو په اړه راپور خپور کړ، تازه په یاد ولایت کې د لېوني او کوڅهډبو سپیانو ټولولو او د له منځه وړو کمپاین پیل شوی دی.
یاده کمېټه چې د ولایت مقام، امنیتې قوماندانۍ، ښاروالۍ او عامي روغتیا ریاستونو استازي یې غړیتوب لري، په لومړۍ شپه د ښار په بېلابېلو برخو کې لسګونه لېوني او کوڅهډبي سپیان په نښه کړي دي.
د دغه کمپاین یوه غړي قاري امینالله امین پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي سپيان د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري راټولېږي او بیا له ښاره په یوه لرې سیمه کې خوشي کېږي.
ورته مهال، د ترینکوټ ښار اوسېدونکي هم خوښ دي چې په لومړي ځل د مسوولینو له لوري د سپیانو ټولولو کمپاین پیل شوی دی.
د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی مولاداد وايي، په دې وروستیو کې لېوني او کوڅهډبي سپو خلکو ته ستونزې پیدا کړې وې او زیاتوي چې له وېرې به یې خپل ماشومان له کوره د باندې نه پرېښودل.
دوی له مسوولینو غوښتنه کوي چې د ښار په ګډون دې په ولسوالیو کې هم ورته کمپاین پیل کړي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن