کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): لوګر او کاپیسا ولایتونو کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو او درېیو سړکونو د جغلاچونې چارې پیل او د تخار – بدخشان لویې لارې د ۵۸ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په منګل دره کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ریاست د رسنیو مسوول صبغتالله نایب خېل پژواک ته وویل، د یادې شبکې په جوړېدو سره به د ۵۰۰ کورنیو د څښاک اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
نوموړي وویل، د اوبو رسولو دغه شبکه چې د يونيسف موسسې په مالي مرسته د ٧ میلیونه او ۵٦٠ زره افغانيو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړېږي.
نايب خېل زياته کړه چې د اوبو رسولو په دې شبکه کې د ۵۰ متر مکعب اوبو په وړتیا د یوې زېزمې جوړول، د ١١ زره ١٢٦ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۱۵۵ نل لیکو نښلول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د ۵ میلیونو او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د آزرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو ۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یو بل خبر له مخې، د ټولګټو وزارت له لوري د تخار – بدخشان د لویې لارې د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ټولګټو وزارت ویلي چې د یادې لویې لارې اړوند د ۵۸ کیلومتره سړک د بیا رغونې کار چې د ۱۲۰متره واش ( معبر) ، ۱۰۰متره ګابیوني دېوال او د ۸ پایو پُلګوټو د بیارغول هم په کې شامل وو د ټولګټو وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په بیارغونې سره به په دغه لویه لار د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
د یو بل خبر له مخې، د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو د جغلاچونې چارې پيل شوې دي.
د یادې پروژې مسوول انجنیر سید آغا شریفي وویل، چې په اله سای ولسوالۍ کې ډی آر سي موسسې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو د بیارغولو او جغل اچولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د سیمې ۱۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP