Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه روسي پانګوال د کانونو استخراج برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، یوه روسي پانګوال د افغانستان د نفرایټ، لاجورد او مرمر کانونو برخه کې د پانګونې او ګډو استخراجي شرکتونو جوړولو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور پرون له چینايي او روسي پانګوالو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کاني زېرمو استخراج برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او پانګونې لپاره د مناسبې زمینې برابرولو په اړه خبرې وشوې.

شهاب‌الدین دلاور په دې لیدنه کې ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته په ټول هېواد کې سراسري امنیت او ملي حاکمیت راغلی، له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونه سره، زموږ پالیسي اقتصادي او پراختیایي پالیسي ده او افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو غني هېواد دی، د ټولو هېوادونو پانګوالو ته د کاني زېرمو برخه کې د پانګونې لپاره ښه راغلاست وایو او د پانګونې برخه کې ورته اسانتیاوې رامنځته کوو.»

خبرپاڼه کې راغلي، روسي پانګوال په افغانستان کې د سراسري امنیت او ثبات په اړه خوښي څرګنده کړه، د افغانستان د نفرایټ، لاجورد او مرمر کانونو برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې روسي پانګوال الکسي وویل، د کانونو استخراجي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه او کار وکړي. دغه راز یې د ګډو استخراجي شرکتونه جوړولو غوښتنه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري یې هرکلی وشو او د هر ډول لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.