کابل (پژواک، ۵ دلو ۱۴۰۲): کامرون کې یوې نجلۍ ته د ملاریا لومړني واکسین له تزریق کېدو وروسته د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه واکسین موثرتوب په صورت کې به هڅه وکړي څو دغه واکسین له مرستهکوونکو ترلاسه کړي.
رسنیو دوه ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ چې په نړۍ کې د ملاریا لومړنی واکسین کامرون کې یوې نجلۍ ته تزریق شو.
د سرچینې له قوله، د یاد واکسین څېړنې او تولید چې د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري تایید شوی، ۳۰ کاله وخت نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، هر کال په هېواد کې لسګونه زره کسان پر ملاریا ناروغي اخته کېږي چې د دې ناروغۍ ۹۰ سلنه مثبتې پېښې د هېواد په ختيځ ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې دي.
په یاد وزارت کې مسوولین وايي چې یوازې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ملاریا ۱۲۵۷۸۸ مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوې خو مړینه یې نه درلوده.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان نن (د سلواغې ۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «که یاد واکسین اغېزناک ثابت شي، هڅه کوو چې ترلاسه یې کړو.»
د واکسین نړۍوالې ټولنې (GAVI ) ویلي چې ۲۰ نور هېوادونه تصمیم لري د ملاریا واکسیناسیون پروګرام په روان کال کې پیل کړي.
یاد واکسین داسې مهال جوړ شوی چې هر کال ۲۱۰ میلیون کسان په ټوله نړۍ کې پر یادې ناروغي اخته کېږي او له دې ډلې ۴۴۰ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ملاریا څه ډول ناروغي ده؟
ډاکټران وايي، ملاریا پرازیټي ناروغي ده چې د انوفل میاشې چیچلو له لارې انسان ته لېږدي، تبه، لړزه، ستړیا د دې ناروغۍ نښې دي.
که تاسو په هغو سیمو کې چې د ملاریا ناروغي په کې شتون لري، اوسېږئ او یا تازه له سفره دغو سیمو ته راستانه شوي یاست او تبه، لړزه او سخته سردردي لرئ، ښه دا ده چې ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن