Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د زعفرانو یوازېنۍ سوداګره نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي

هرات (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): هرات کې بهر ته د زعفرانو یوازېنۍ صادروونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ او په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي او وایي که ملاتړ یې وشي، ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابرولای شي.

دغې متشبثې ښځې د دې ترڅنګ چې خپلې سوداګرۍ ته یې وده ورکړې، یو شمېر نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

 د افغان زعفران د تولید او پروسس شرکت مسوولې او بهر ته د دغه محصول یوازېنۍ صادروونکې نسیمې ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نږدې پنځه کاله کېږي چې د زعفرانو کاروبار برخه کې یې پانګونه کړې او اوس یې سوداګري تر ډېره ښه شوې ده.

نوموړې زیاته کړه چې اوس یې د کاروبار د ښه کېدو ترڅنګ، ۷ ښځو ته په مستقیم او لسګونو نورو ښځو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

ابراهیمي له حکومته د سوداګرو ښځو د پرمختګ لپاره د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، په نړۍوالو نندارتونونو کې د هغوی د ګډون غوښتنه هم کوي؛ ځکه د هغې په خبره، اوسمهال له بهرنیو مشتریانو سره په مستقیم ډول په اړیکه کې نه ده، بلکې یوازې په بهرنیو سوداګرو یاد وطني محصول پلوري چې له اقتصادي پلوه سوداګرو او کروندګرو ته زیان رسوي او ډېره ګټه یې بهرنی سوداګر وړي.

هغې وویل، له څلورو کلونو راهیسې د زعفرانو پر کاروبار بوخته ده او تراوسه یې دغه محصول په قانوني توګه اروپا، امریکا او هند ته صادر کړی، د دې ترڅنګ چې تجارت یې ښه شوی له دې لارې څو نورو کورنیو ته هم عواید ځي.

بلخوا، هغه ښځې چې د افغان زعفران د تولید او پروسس شرکت کې کار کوي وایي، دغه امن ځای کې کار د دې لامل شوی څو د خپلو کورنیو اقتصادي برخه کې برخه واخلي او خپلې ورځنۍ ستونزې پرې حل کړي.

د دغه شرکت یوې کارکوونکې مدینې زماني پژواک ته وویل، دا چې د یوې ښځې په مدېریت په یوه ښځینه چاپېریال کې کار کوي ډېره ارامه ده او له دې لارې توانېدلې چې د خپلې کورنۍ ټولې اقتصادي ستونزې حل کړي.

زماني زیاتوي چې یادې دندې د کار ترڅنګ له روحي او رواني پلوه هم پرې مثبت اغېز کړی دی.

په ورته وخت کې، د یاد شرکت کې یوې بلې کارکوونکې فیروزې د زماني د خبرو په تایید پژواک ته وویل، د دې دندې له لارې توانېدلې چې د خپلې کورنۍ څلوېښت سلنه ستونزې حل کړي او له دولته غواړي چې له سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي.

هغه زیاتوي چې دوی په دغه شرکت کې د زعفرانو د پروسس او بسته‌بندۍ برخه کې کار کوي او د زعفرانو حاصلاتو راټولولو پرمهال یې د همکارانو شمېر ډېریږي.

اقتصادي کارپوهان د حکومت له خوا د مالیاتو معافول، صادراتو کې اسانتیاوې، داخلي او بهرنیو سوداګرو لپاره د انګېزې رامنځته کول په بېلابېلو سکتورونو کې له سوداګرو د ملاتړ لپاره دېر مهم ګڼي.

د هرات پوهنتون یو استاد او د اقتصادي چارو پوه شمس‌الله فضل پژواک ته وویل، دولتونه کولی شي چې له سوداګرو د ملاتړ په موخه کوچني پورونه ورکړي، مالیاتي اسانتیاوې او د انګېزې ورکونې فرصتونه برابر کړي.

بلخوا، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد بشیر سیرت له سوداګرو د ملاتړ په موخه او د دغه ولایت په کچه د صادراتو او وارداتو برخه کې د لاډېرې اسانتیاوو برابرېدو ترڅنګ وایي چې اسلامي امارت تل هڅه کوي څو له هرې ممکنه لارې افغان سوداګرو داخلي او بهرنیو پانګوالو ته د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وویل چې دې برخه کې ځینې اقدامات هم شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.