مهترلام (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل – جلالاباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند خیروخیلو سیمه کې یو فورنر موټر د سړک غاړې له پلچک سره لګېدلی چې له امله یې یاد موټر اور اخیستی او په بشپړ ډول سوزیدلی دی.
نوموړی وايي، په دې پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د هغه په خبره، پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې او زیاتوي چې د پېښې ټپي ولایتي روغتون ته لیږدول شوی دی.
Views: 919
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن