ایبک (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د سلواغې ۶مه د ایبک ښار په سزهپوش سیمه کې د پخوانیو ناچاده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د رحمانی په وینا، دوو ماشومانو چې یو یې ۷ او بل یې ۱۰ کلن و، په ناچاوده توکو لوبې کولې چې پرې چاودېدلي او دواړه یې وژلي دي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن