Language

بلخ کې څه باندې ۱۶۶ زره لېټره بې‌کیفیته غوړي نیول شوي دي

مزار شریف (پژواک، ۷ سلواغې ۱۴۰۲): د خوړولو او درملو ملي اداره وایي، په بلخ ولایت کې یې دوه ټانکره او ۴۷۰ بېلره بې‌کیفیته غوړي کشف او ضبط کړي دي.
د خوړولو او درملو ملي ادارې د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه غوړي د مزارشریف ښار هوایي ډګر ته نیږدې سېمه کې په یوه سرای کې په پټه ساتل کېدل.
سرچېنې لیکلي چې د یادې ادارې د ټیمونو له لورې په دغه سرای کې دوه ټانګره او ۴۷۰ بېلره غوړي چې مجموعي وزن یې ۱۶۶ زره او ۴۰۰ لیتره کیږي نیول شوي دي.