ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د اشي هاراکاراتې ملي لوبډلې اورا اسیا نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ

د افغانستان د اشي هاراکاراتې ملي لوبډلې اورا اسیا نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ

author avatar
27 Jan 2024 - 14:12
د افغانستان د اشي هاراکاراتې ملي لوبډلې اورا اسیا نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ
author avatar
27 Jan 2024 - 14:12

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د اشي هاراکاراتې ملي لوبډلې د ایران په کوربه‌توب د اورا اسیا نړۍوالو سیالیو کې د ۱۸ مډالونو په کټلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

د اورا اسیا نړۍوالو سیالیو څلورم پړاو د روانې سلواغې میاشتې په درېیمه نېټه د ۱۲ هېوادونو ترمنځ د «سوپر ساباکی» په برخه کې د ایران په تهران ښار کې پیل شوی و چې پرون پای ته ورسېد.

د افغانستان د اشي هاراکاراتې فدراسیون سکرټر جنرال عبدالمتین فردوس نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو سیالیو کې له هېواده ۱۳ ورزشکارانو، یو ریفري او یوه روزونکي برخه اخیستې وه.

هغه دا هم وویل چې په دې سیالیو کې په ایران کې مېشت د افغان کډوالو د اشي هاراکارتې ۱۲ لوبغاړو هم برخه اخیستې وه چې په ټوله کې افغان لوبغاړو نهه د سرو زرو، څلور د نقرې او پنځه د برنزو مډالونو په ګټلو سره په دې سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ.

د فردوس د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغانستان، ایران، پاکستان، هندوستان، ازبکستان، ترکیه، المان، سوریه، عراق، تاجکستان، ګرجستان او د اذربایجان هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

دغه راز په دې سیالیو کې ایران لومړۍ، افغانستان دویم او پاکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړي دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.