[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا نور الله نوري تورخم څخه د لیدنې پر مهال ویلی، چې افغانستان له پاکستان سره کومه مشخصه رسمي پوله نهلري.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا نوري ،د کډوالو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، دغه پلاوي هلته له پاکستان څخه دراستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه له ځایي مسوولینو خبرې وکړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا نور الله نوري هلته خلکو او خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې کابل او اسلاماباد فرضي کرښې لري او تراوسه هم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ هېڅ مشخص رسمي سرحد نشته دی.
ده زیاته کړه:«که په خاص ډول پاکستان چې موږ له دوی سره فرضي ډیورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نهلرو او موږ له دوی سره خپله صفري نقطه نهلرو دا زموږ او د دوی په مابین (په منځ کې) یوه فرضي کرښه ده.»
نورالله نوري وایي، کله ناکله د بېلابېلو موضوعاتو پر سر د فرضې کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوې رامنځته کېږي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دغه ترینګلتیاوې پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تورخم کې ددواړو غاړو د امنیتي ځواکونو ترمنځ وخت نا وخت پر بېلا بېلو موضوعاتو نښتې، شخړې او ناندرې رامنځته کېږي.
دوه مخکې هم پاکستان له افغان سوداګریزو موټرو د ویزو او پاسپورټونو د غوښتنو په غبرګون کې د تورخم دروزاه د۱۱ ورځو لپاره تړلې وه چې دوه ورځې مخکې بېرته خلاصه شوه.
[/restrict]
Views: 159
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن