کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وايي، سبا په کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» غونډه جوړیږي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمهییز روایت پر ایجاد او د سیمهییزو همکاریو پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.
سرچېنې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقهمحور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمهییز اتصال او ترانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې څه کم تر درې اوونیو پورې د ملګرو ملتونو سرمنشي په کوربهتوب په دوحه کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شي چې د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو او اسلامي امارت استازي به پهکې ګډون وکړي.