مزارشریف (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت اداري امر جمعهخان راسخ کوچي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون ۹۵ زره کسان پر نشهيي توکو روږدي وو.
د نوموړي په وینا، له دې ډلې سږ کال د شاوخوا درېيو زرو کسانو درملنه شوې او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
نوموړی دغهراز وایي چې دا مهال د لسګونو ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه کسان په بېلابېلو رغتونونو او کمپونو کې تر درملنې لاندې دي.
هغه له چارواکو او سوداګرو وغوښتل، څو د روږدو کسانو درملنې او اعاشې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې، یو شمېر روږدي کسان چې د درملنې لاندې دي، له حکومته د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
محمد انور چې ۴۵ کاله عمر لري او له تېرو دوولسو کلونو راهیسې پر نشهيي توکو روږدی دی، وایي، خوشاله دی چې حکومت یې په وړیا توګه درملنه کوي.
هغه له نورو ځوانانو وغوښتل، څو د نشهيي توکو له کارولو ډډه وکړي.
دغه راز يو بل روږدی نظرګلدي وایي چې ډېری کسان د بېکارۍ له امله د نشهيي توکو کارولو ته مخه کوي.
نوموړی له حکومته غواړي چې خلکو او په ځانګړې توګه روږدو ته له درملنې وروسته کاري فرصتونه برابر کړي، څو بيا نشو ته مخه نه کړي.
بلخوا د بلخ ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د روږدو کسانو د درملنې مرکز مسوول عبدالله اروزګاني وایي چې دوی په دغه مرکز کې په وړیا توګه د روږدو کسانو درملنه کوي.
ارزګاني دغهراز وایي چې روږدي کسان له یوې میاشتې تر درېیو میاشتو پورې په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې نیول کېږي او د ډېریو درملنه د خبرو او اترو له لارې کوي.
په تېرو کلونو کې د ترسره شوو سروېګانو له مخې، په افغانستان کې تر درېیو میلیونو ډېر کسان پر ډول ډول نشهيي توکو روږدي دي.