Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: اوسنی نظام یوازې د طالبانو نه دی

خوست ښار (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د ریيس‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، اوسنی نظام يوازې د علماوو او طالبانو نه دی، بلکې د افغانستان ټول قومونه او هر وګړی په‌کې برخه لري.

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (د سلواغې ۶مه) خوست کې «د جامعه منبع الجهاد» په نوم د يوې دينې مدرسې د عالمانو په فراغت غونډه کې وویل چې د دوی د تېرې شل کلنې مبارزې اصلي موخه هېواد کې د یوه پاک اسلامي نظام حاکميت و.

هغه وويل، اوسنی نظام یوازې د دیني عالمانو او طالبانو نه دی، بلکې د افغانستان ټول وګړي په‌کې برخه لري.

نوموړي زیاته کړه: «چا چې شل کلن جهاد کې برخه اخيستې هغه لوړ مقام لري او هغو کسانو چې ځای ورکړی هغه له ځان سره سهيم بولو. د افغانستان ټول مسلمان قوم په شل کلن جنګ کې دخيل دی، ټول ولس راسره دی او دغه نظام کې را سره شريک دي. »

هغه چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدلي مجاهدین خپل ورونه بولي، زیاتوي، هغوی چې هغه مهال یې جهاد کړی، د اوسني نظام مهمه برخه تشکیلوي.

مولوي عبدالکبیر وویل: «که د اتحاد جماهير شوروي په خلاف زموږه مشرانو مجاهدينو قرباني نه وای ورکړې، افغانستان به د اتحاد جماهير يوه مستعمره و، بيا به دلته د دشمن په خلاف جهاد چا کاوه؟ خو دا د هغو مجاهدينو برکت و چې افغانستان يې د هغوی له استعماره خلاص کړ، هغه په خپلو غمو کې اخته شول، ملک ازاد شو او د بل جهاد لپاره هم د دوی په توسط باندې الله پاک مجاهدين تيار کړل او په نوو قربانيو کې مجاهدين کامياب شول.»

دغه راز یادې غونډې ته د اسلامي امارت د تماس کمېسیون غړي انس حقاني وویل، د اوسني حکومت هر مشر او کشر بايد له ولس سره د اولاد په څېر چلند وکړي.

هغه وویل: «چا ته بايد د پيغور ژبه ونه کاروو، چا ته توره ټنډه ونه نیسو، دا نبوي اخلاق نه دي او موږ په دې مکلف شوي يو. اوس ټول زموږ رعيت دی او له هغوی سره به د خپل اولاد په څېر رويه کوئ، چاته به پیغور نه ورکوو.»

د یادونې ده، دې غونډې ته د اسلامي امارت د امربالمعرف وزارت سرپرست مولوي محمدخالد حنفي هم وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د ډيموکراسۍ، بشرحقونو او نورو ازاديو شعارونه ورکول کېدل، خو زیاته یې کړه چې په حقيقت کې دا هر څه د ولس د ګمراه کولو لپاره د نورو پروژې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.