ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې

افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې

author avatar
28 Jan 2024 - 13:54
افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې
ارشیف
author avatar
28 Jan 2024 - 13:54

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره او ۱۹۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۳مه پیل شوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تراوسه په ټول هېواد کې ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره او ۱۹۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې او د یادو شمېرو له جملې اووه میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ټولو وېشل شوو برېښنایي پېژندپاڼو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، هرات کې څه‌باندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څه‌باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، اوسمهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دي چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي څو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.