کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): یو فرانسوي پانګوال او ورسره پلاوي یې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کاني موادو د ټېسټ برخه کې د لابراتوارونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور له یوه فرانسوي پانګوال «راپایل چاهبوډ» او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دلاور وویل چې افغانستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري او اوسمهال په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او هر څوک کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې فرانسوي پانګوال د زمردو کانونو برخه کې د پانګونې سربېره د کاني موادو ټېسټ برخه کې د لابراتوارونو جوړولو ته لېوالتیا وښوده.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورسره د پانکونې برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر پانګوالو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP