پلعلم (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): لوګر کې د سوېلختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د خوست لوبډلې وګټله.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ترمنځ ترسره شوې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.
نعیمزي زیاته کړه، د یادو سیالیو په پایلوبه کې د خوست والیبال لوبډلې د لوګر والیبال لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه او اتلوالي یې ترلاسه کړه.
نوموړی وایي، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د سوېلختيځ زون په کچه د والیبال غوره لوبغاړو پېژندل، والیبال لوبې ته وده ورکول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول وو.
د خوست والیبال لوبډلې یوه لوبغاړي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د سوېلختيځ زون په کچه یې د والېبال سیالیو اتلولي خپله کړه.
نوموړي د والیبال له فدراسیون څخه وغوښتل چې د هېواد په کچه د والیبال لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې او سیالیو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن