ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونه: د باروړنکو موټرو د کرایې لوړوالي پر سوداګرۍ منفي اغیزې کړي

د ننګرهار د سوداګرۍ خونه: د باروړنکو موټرو د کرایې لوړوالي پر سوداګرۍ منفي اغیزې کړي

author avatar
29 Jan 2024 - 16:59
د ننګرهار د سوداګرۍ خونه: د باروړنکو موټرو د کرایې لوړوالي پر سوداګرۍ منفي اغیزې کړي
author avatar
29 Jan 2024 - 16:59

جلال‌اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ترانسپورټ کمېسيون له لوري د کرايو لوړوالی او د لايحې خلاف کړنو دغه ولايت کې پر سوداګرۍ او د سوداګرو ترمنځ پر رقابت اغيزې کړې او ا.ا دې دغه ستونزه حل کړي.

څه موده وړاندې د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، ننګرهار کې د ترانسپورټ کمېسيون رامنځته شو او دا کمېسيون د ټولو باروړونکو موټر د چارو تنظيم لپاره کار کوي او له دغه کمېسیون سره په همغږۍ به باروړونکي موټر نوبت نیسي چې پخوا دا محدودیت نه و او هر باروړونکي موټر په خپل سر له یوځایه بل ځایه ته بارونه وړل.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌توب د دغه ولايت سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو له دغه پلاوي سره ليدلي او خپلې غوښتنې يې ورسره شريکې کړې دي.

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس ګلمراد عرب نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ترانسپورټي کمېسیون له لوري د کرايې لوړوالي او د لایحې خلاف کړنو یې په سوداګرۍ او رقابت منفي اغېزې کړې دي.

هغه زياته کړه، دغه راز کارخونو ته پر وخت خام مواد نه رسېږي چې صنعت يې هم ټکنی کړی دی.

د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې رييس تورملنګ شګېوال هم د ترانسپورټي کمېسيون پر دغو کړنو نيوکه کوي او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت له لوري بايد دا ستونزه حل شي.

ننګرهار کې فابريکه لرونکي هم وايي، که دوی خپل توليدات نورو ولايتونو ته لېږي او د ترانسپورټي کمېسيون نوبت ته په تمه شي، هم يې لګښت ډېرېږي او هم پر وخت بازار ته نه رسېږي.

ننګرهار کې د ګول سيخ جوړولو د يوې فابريکې مسوول جاوېد افغان وايي، دوی د خپلو توليداتو د لېږد لپاره خپل باروړونکي موټرونه لري، خو د نوبت کمېسيون اجازه نه ورکوي چې له نوبتي سيسټم پرته توکي انتقال کړي.

د رياست‌الوزارء د اقتصادي معاونيت، د حقوقو او بررسۍ رییس مولوي عبدالولي رحمت په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ته ورغلی څو د سوداګرو ستونزې واوري او حل لپاره یې لار ولټوي.

دغه پلاوی به د سوداګرو ستونزوې د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریکې کړي.

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.