ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان او قریشي پر لس – لس کاله بند محکوم شول

عمران خان او قریشي پر لس – لس کاله بند محکوم شول

author avatar
30 Jan 2024 - 22:20
عمران خان او قریشي پر لس – لس کاله بند محکوم شول
author avatar
30 Jan 2024 - 22:20

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په جرم پر لس- لس کلونو بند محکوم شوي دي.

عمران خان او قریشي چې لا دمخه په نورو قضیو کې زنداني دي، د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په قضیه کې یې محکمه راولپنډۍ کې روانه وه.

پاکستانیو رسنیو د سلواغې په ۱۰مه، خبر ورکړی چې نن د ځانګړې محکمې قاضي عمران خان او قریشي دواړه په لسو کلونو سخت بند محکوم کړل.

د تحریک انصاف ګوند یو ویاند هم فرانس پریس اژانس ته ویلي: «پخوانی صدراعظم عمران خان او د تحریک انصاف مرستیال قریشي هر یو په لس – لس کاله بند محکوم شوي دي.»

عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې صدراعظم و، او د پوځ د ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته یې د نه باور رایې ترلاسه کولو په پایله کې له واک څخه ګوښه شو.

د اپوزیسیون د مشر په توګه هغه د لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د بې‌ساري مخالفت کمپاین پیل کړ او چارواکي یې تورن کړي چې د امریکا په ملاتړ دسیسه کې یې هغه له واک څخه ګوښه کړی او د هغه د وژلو پلان یې جوړ کړی چې له امله یې هغه ټپي شوی و.

عمران خان په داسې حال کې د لسو کلونو په بند محکوم شوی چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته په دغه هېواد پارلماني ټاکنې ترسره شي او د ده د ګوند ډېری مشرانو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.