ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سهیل شاهین د بریتانیا له شارژدافیر سره د دوحې جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې

سهیل شاهین د بریتانیا له شارژدافیر سره د دوحې جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې

author avatar
30 Jan 2024 - 11:08
سهیل شاهین د بریتانیا له شارژدافیر سره د دوحې جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې
ارشیف
author avatar
30 Jan 2024 - 11:08

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر ویلي چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

شاهین زیاته کړې چې له نوموړي سره یې د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹ د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډې په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې د راتلونکې فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه دویمه مشورتي غونډه جوړه شي.

Views: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.