کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو او واټر پولو برخه کې د ملي لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل، غزني، میدانوردګ، کندهار، هرات، فراه، پروان، بغلان، مزارشریف او ننګرهار ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې ده.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د لامبو وهلو فدراسیون رییس حامد رحیمي پژواک ته وویل، یادې سیالۍ نن پیل شوې او دوه ورځې به دوام ولري.
نوموړي وویل، په دې سیالیو کې له لسو ولایتونو څخه ۲۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی چې د لامبو وهلو او واټر پولو په دوو سبکونو کې سیالۍ ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې یادې سیالۍ په څلورو کټګوریو کې د ماشومانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو په برخه کې ترسره کېږي چې په پای کې به د ملي لوبډلې لپاره له هرې کټګورې لس لس لوبغاړي غوره شي او په ټوله کې به شاوخوا ۴۰ ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
نوموړي زیاته کړه چې یاد ورزشکاران به بیا له هېواده بهر تمریني کمپونو ته ولېږل شي، څو نړۍوالو لوبو کې د ګډون لپاره چمتو شي.
د دغو سیالیو یوه ګډونوال علياحمد رسا پژواک ته وویل چې دغه سیالیو لپاره یې شاوخوا دوه اونۍ تمرینات ترسره کړي څو ښه نتیجه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه، هیله لري چې د ملي لوبډلې غړۍ شي او له هغه وروسته په نړۍوالو لوبو کې ګډون وکړي او هېواد ته به لاسته راوړنې ولري.
د یادونې ده، له درې کلن ځنډ وروسته دا لومړۍ ځل دی چې په کابل کې د لامبو وهلو او واټر پولو سیالۍ ترسره کېږي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن