کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق اعلان کړی چې په روان زېږدیز کال په افغانستان کې درې میلیون او ۶۰۰ زره کسانو ته د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکوي.
یاد صندوق نن (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان د وسلو، ماین او ناچاودو توکو له اړخه د نړۍ یو له ککړو هېوادونو څخه دی.
یونیسف د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د خلکو پوهاوي ارزښت ته په اشارې ټینګار وکړ چې خلکو ته د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه په پوهاوي سره هغوی پوهېږي، څرنګه د ناچاودو توکو له امله له مرګژوبلې مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوچا مخکې له دې ویلي وو، افغانستان کې د ماین له خطرونو سره مبارزه د بودجې له کمښت سره مخ ده او په تېرو دوو کلونو کې، د ماین پاکۍ لپاره بودجه نیمایي کمه شوې چې له امله یې د ماینپاکۍ ۴۰ سلنه کارکوونکي کم شوي دي.
د یاد سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې درې میلیون کسان د تېرو کلونو له جګړو څخه د پاتې شوو ماینونو، لاسي بمونو او ناچاودو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.
د یاودنې ده، افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله، ډېره ځمکه له جګړو پاتو ماینونو او مهماتو باندې ککړه ده.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن