ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې پروژې د څه باندې ۲،۲ میلیارد افغانیو په لګښت پلې کېږي

درې پروژې د څه باندې ۲،۲ میلیارد افغانیو په لګښت پلې کېږي

author avatar
31 Jan 2024 - 15:10
درې پروژې د څه باندې ۲،۲ میلیارد افغانیو په لګښت پلې کېږي
author avatar
31 Jan 2024 - 15:10

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خصوصي سکټور سره د دوه میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

په یادو درېیو پروژو کې د هرات د ګذرې ولسوالۍ مسافروړونکو موټرو ترمینل، د فاریاب اقینې بندر تیر پارک او د کابل نړۍوال هوايي ډګر د پارکینګ او انتظارځای رغول شامل دي.

د یادو پروژو تړونونه له درېیو داخلي شرکتونو سره لاسلیک شول.

دغه تړونونه نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده او د خصوصي شرکتونو استازو ترمنځ لاسلیک شول.

د یاد وزارت سرپرست د دغو تړونونو لاسلیک پر مهال وویل چې لومړۍ پروژه د هرات ګذرې ولسوالۍ د مسافروړونکو موټرو ترمینل رغولو ده چې پر ۱۰۰۰ جریب دولتي ځمکه د څه کم دوه میلیارد افغانیو په پانګونه رغول کېږي.

هغه وویل چې د دغه ترمینل رغولو چارې به د درېيو کلونو په موده کې بشپړې شي او د تړون موده یې ۳۰ کاله ده.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د پروژو، پلان جوړونې، څېړنې او تطبیق رییس رستم حفیظ‌یار وویل چې د یادو درېیو پروژو له بشپړېدو وروسته به ۳۰ سلنه عواید دولت او پاتې ۷۰ سلنه به یاد درې خصوصي شرکتونه د تړون تر ټاکلې مودې پورې اخلي.

ملا حمیدالله وايي، دویمه پروژه د فاریاب اقینې بندرد تیرپارک جوړولو ده چې پر ۲۰ جریب دولتي ځمکه د شاوخوا ۹۰ میلیون افغانیو په پانګونه جوړېږي او چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

هغه وایي چې د دغه تړون موده ۲۰ کاله ده.

هغه زیاته کړه، درېیمه پروژه د کابل نړۍوال هوایي ډګر د نوې انتظارخونې او پارکینګ رغولو ده چې پر څه کم ۲۰ جربی دولتي ځمکه د شاوخوا۳۵۰ میلیون افغانیو په لګولو پلې کېږي.

دی وایي چې د دې پروژې چارې به د یونیم کال په موده کې بشپړې شي او د تړون موده یې ۳۰ کاله ده.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست وايي چې دغه وزارت په راتلونکي کال کې ۶۰ بنسټیزې پروژې په خپل کاري پلان کې لري چې د اړینې بودجې په ترلاسه کولو به یې چارې پیل شي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.