[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د یو ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان امریکا ته په ماتې ورکولو سره پنځلسم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د سويلي افریقا په کوربهتوب روانې دي.
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د سلواغې په ۱۱مه د چهارشنبې په ورځ د دې سیالیو د پنځلسم او شپاړسم مقام لپاره له امریکا سره لوبه وکړه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې امریکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د امریکا لوبډله په نهه څلوېښتم اوور کې د ۱۴۸ منډو په ترلاسه کولو سره وسوځېده او افغانستان ته یې د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري غضنفر درې، فریدون دولتزي او ناصرخان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې یاد هدف په پنځوسم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.
له دې بریا سره افغانستان په دې سیالیو کې پنځلسم او امریکا وروستی شپاړسم مقام خپل کړ.
له دې مخکې افغانستان په ګروپي سیالیو کې درې واړه لوبې وبایللې او له سیالیو بهر شوی و.
د یادونې ده، دوه کاله افغانستان د ۱۹ کلنو نړۍول جام کې څلورم مقام خپل کړی و.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن