لښکرګاه، محمودراقی (پژواک، ۱۱ سلواغې ۱۴۰۲): د شهیدانو او معولولینو چارو وزارت له لورې په هلمند او کاپیسا کې ۲۳۱ معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول.
د هلمند ولایت د شهیدانو او معولینو چارو ریاست د ټولنیزو خدمتونو مدیر سلطان محمد سلطاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په دغه ولایت کې ۲۰۱ معلولو کسانو ته د ویلچر بایسکیلونه ورکړل شول.
هغه وویل: «یاد وېلچران معلولينو ته یو شان ورکړل شول هغه د تېر حکومت نظامي معلولین وو او که عام معلولین وو.»
د یو بل خبر له مخې، نن د شهیدانو و معلولینو چارو وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال ملاعبدالرزاق اخند کاپیسا ولایت ته سفر کړی او هلته یې ۳۰ معلولو کسانو ته ویلچیرونه ورکړي دي.
هغه ویلي چې دغه سفر یې د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر اساس کړی او همدا راز یې په یاد ولایت کې د «فدایانو» ۱۸ کورنیو سره نغدي مرسته هم کړې ده.
په دغو مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن