Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان په وايګل کې د يوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

پارون (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): نورستان کې مسوولین وايي چې په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۵۴ زره امریکايي ډالره په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د نورستان د کليو پراختيا رييس مولوي احسان‌الله احمد وايي، دغه سړک د وايګل ولسوالۍ له مرکزه کټار کلي ته غځېدلی، څلور کیلومټره اوږدوالی لري چې په کانکريټي ډول به جوړ شي.

د مولوي احمد په وينا، دغه سړک ‎د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱۵۴زره امريکايي ډالر په لګښت ‎د شپږو مياشتو په موده کې جوړېږي.

هغه زياتوي چې د دغه سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو، پلونو جوړول، ځينو برخو کې د سړک پراخوالی او د ځينې نورې چارې هم شاملې دي.

نورستان د افغانستان په ختيځ کې يو غرنی ولايت دی چې اوسېدونکي یې ډېری وخت د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.