Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې په دیارلسم ځل ۲۸۶۷ قیراطه زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): پنجشېر کې په دیارلسم ځل د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۸۶۷ قیراطه زمرد په ۲۹۶ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د زمردو په دیارلسم ځل پلور کې له پنجشېر، کابل، کاپیسا، اروزګان، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو ۸۰ سوداګرو ګډون کړی و.

هغه وویل چې دغه زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له لسو کانونو استخراج شوي وو.

پنجشېر کې له کانونو شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و، خو سږ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یې بېرته استخراج پیل شو چې تر اوسه د داوطلبۍ له لارې په دیارلس پړاوونو کې پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې په تېرو ۱۲ پړاوونو کې د دوه میلیون او اته‌سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د زمردو د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته رسیږي چې له ډلې یې د ۳۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې اووه زره کسانو ته په ‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.