پلخمري (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان د امنیه قومانداني مسؤولین وايي، د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې یو فلانکوچ موټر چپه شوی دی.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار مهال د خنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ دوشاخ سیمه کې یو فلانکوچ موټر له سړکه یوې کندې ته لوېدلی چې له امله یې موټرچلوونکی مړ او یو بل کس ټپي شوی دی.
د پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن