فراه – هلمند (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه او هلمند کې شاوخوا ۲۰ روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیستم لګولو پروژې چارې پیل شوې.
د فراه د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ریاست په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونسیف» په مالي لګښت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
خبرپاڼه کې ویل شوي چي پر یاده پروژه ۸،۸ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او پر یو وخت به پنځه سوه کورنۍ ګټه ترې پورته کوي.
دغه راز، د روغتیا پرمختګ موسسې په مالي ملاتړ او د هلمند عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د دغه ولایت ۲۰ روغتیایي مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیستمونو لګولو چارې پیل شوې.
د یادې موسسې د لوجستیک مسوول رفیعالله سادات پرون (د سلواغې ۹مه) د یادې پروژې پیلېدو مراسمو کې وویل، د هلمند ګرشک، نوزاد، باباجي، واشير، ګرمسېر او موسیکلا ولسوالیو ۲۰ لویو او کوچنیو روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۸۷۵۲۵ امریکایي ډالرو په لګښت د لمریزې برېښنا شبکې جوړوي.
د هغه په خبره، د ولسوالیو په کچه عمومي روغتیایي مرکزونو ته به لس کلیوواټه او نورو فرعي مرکزونو ته به پنځهنیم کیلواټه سولري برېښنا برابره کړي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن