ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چیني سوداګرو افغانستان کې د رختونو او سمنټو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

چیني سوداګرو افغانستان کې د رختونو او سمنټو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
1 Feb 2024 - 10:47
چیني سوداګرو افغانستان کې د رختونو او سمنټو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
1 Feb 2024 - 10:47

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): یو شمېر چیني پانګوالو د ریاست‌الوزرا دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج او سمنټو تولید فابریکو جوړولو برخو کې پانګونه کوي او رختونو تولید برخه کې به افغان کارګر وروزي.

د ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع تېره ورځ د چین هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي: «په دې لیدنه کې یادو سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، د کانونو استخراج، د رختونو او سمنټو د تولید برخو کې فابریکې جوړوي او له دې سره به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

چیني سواداګرو ویلي چې د رخت تولید فابریکه کې به له دوو سوو تر پنځو سوو پورې کاریګر کار کوي او چینایي متخصصین به ورته له ماشینري د ګټې اخیستنې روزنه هم ورکړي.

یاده لیدنه کې د ریاست‌الوزرا دفتر عمومي رییس ویلي چې اسلامي امارت د ملت سوکالۍ او بسیاینې لپاره هڅې کوي او د همدې لپاره ملي او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابروي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان له پخوا له چین سره ښې اړیکې درلودې او په هڅه کې یو چې په هره څانګه کې دغو اړیکو ته لا نوره پراختیا ورکړو.»

هغه یادو چیني پانګوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.