بامیان (پژواک، ۱۲ سلواغه ١٤٠٢): د بامیان ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بامیان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا ضیاالله خادم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیون او ۲۹۸ زره افغانیو په لګښت د ټولنیز او معیشتي ملاتړ ۱۲۸ پروژې بشپړې او تېره ورځ رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه وویل چې دا پرمختیایي پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو مشورتي دفتر (UNOPS) له خوا د دغه ولایت په سیغان او شیبر ولسوالیو کې تطبیق شوې څو له لارې یې خلک ټولنیزو خدمتونو ته لاسری پیدا کړي او د پرمختیا زمینه ورته برابره شي.
نوموړي وویل چې په دې پروژو کې د درېیمې درجې ۳۰۱ کیلومتره سړکونو ترمیم او پرې جغل اچونه، د ۱۵۳ مترو په اوږدوالي د کرنیزو کانالونو پاکول، د ۲۷ پلچکونو جوړېدل، د ۱۲۶۱ مترو استنادي دېوالونو جوړېدل، د ۹۰۶ مترو محافظتي دېوالونو جوړېدل، د بارانونو اوبو ذخیره کېدو په موخه د زرګونه کندو ایستل په کې شامل دي چې په ۱۲ میاشتو کې بشپړې شوې دي.
هغه وویل چې د یادو پروژو له ډلې۹۰ د دغه ولایت په شیبر او ۳۸ په سیغان ولسوالۍ کې تطبیق شوې چې څه باندې ۸۰۰۰ کسانو ته په کې د لنډمهال کار زمینه برابره شوې وه او زرګونه کورنۍ په مستقیم ډول ترې برخمنې شوې دي.
د پروژو پرانیستلو مراسمو کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل چې بامیان یو لرې پروت ولایت دی چې له پرمختیايي اړخه ډېر کم کارونه په کې شوي او ډېری اوسېدونکي یې د بېوزلۍ تر کرښه لاندې ژوند کوي او له ښو ټولنیزو خدمتونو برخمن نه دي.
خو هغه زیاته که چې د ا،ا له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولنه کې د فساد ريښې ایستل شوې او اوس ټول قومونه له تعصب پرته د یو بل ترڅنګ ژوند کوي.
نوموړي وویل، د بامیان ځایي اداره هڅه کوي څو د اړوندو وزارتونو او همکارو موسسو له لارې په دغه ولایت کې د پرمختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي څو خلک د ژوند له ښو اسانتیاوو برخمن شي.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي وایي چې د یادو پروژو په ګټې اخیستنې سره به د خلکو ستونزې هوارې شي.
د شیبر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قدرتالله وویل چې په تېر کې خلک له ګڼو ستونزو لکه د سړک خرابوالي او څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ وو.
هغه زیاته کړه چې د دې ډول پروژو له تطبیق سره د خلکو ستونزې هوارېږي او د ټولنیزو خدماتو زمینه هم برابرېږي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن