Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا فلوریډا یالت کې د یوې الوتکې لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲): د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې کوچنۍ شخصي الوتکې لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.

امریکایي رسنیو د سلواغې په ۱۳مه خبر ورکړی چې دا پېښه پرون ماښام د فلوریډا ایالت په ساحلي سیمه کلیرواټر کې شوې ده.

ځایي مسوولینو ویلي چې یوه کوچنۍ شخصي الوتکه هلته د خلکو پر کورونو غورځېدلې چې له امله یې درې کسان مړه شوي دي.

د سرچینو معلوماتو له مخې، د الوتکې پیلوټ او دوه نور کسان مړه شوي دي.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې چارواکي وايي، پر کورونو باندې د یوې کوچنۍ الوتکې غورځېدو له کبله یو شمېر کسان مړه شوي دي.

ځايي رسنیو د هوايي‌ چلند ملي ادارې په حواله ویلي چې د دې "بیچکرافټ بونینزا وي-۳۵" ډوله الوتکې ماشین له کاره لوېدلی و.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.