Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بښنې نړۍوال سازمان د فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان وايي، اسلامي امارت دې د زده‌کړو د ډګر دوه فعالان چې د اکتوبر په ۱۷مه نیول شوي، خوشي کړي خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بښنې نړۍوال سازمان اسیایي برخې پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د زده‌کړو د ډګر دوه فعالان چې احمدفهیم عظیمي و صدیق‌الله افغان نومېږي، د «غوره فکر» له سازمان سره کار کوي،  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷مه د امنیتي ځواکونو له لوري د کابل ښار په کارته‌چهار سیمه کې نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي، د زده‌کړو د ډګر یادو فعالینو خپل‌سري نیول او زندانی کېدل د بشري حقونو قانونو خلاف عمل دی او باید پرته له قید او شرطه خوشي شي.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، یاد دوه کسان له افغانستانه د وتلو برخه  د روباتیک نجونو له ټیم سره په مرسته د معترضه ښځو په تحریکولو او د لاریونونو په تنظیمولو تورن شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت یادې اعلامیې او د یادو دوو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.