ترینکوټ (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې وسلهوالو غلو یو سړی وژلی او یوه نجلۍ یې ټپي کړې ده.
د اروزګان امنیه قوماندان مولوي محمدرفیق خادم وايي چې وړمه شپه په مرکز ترینکوټ کې یوه کور ته غله وراوښتي وو، د کور څښن یې وژلی او یو نجلۍ یې ټپي کړې ده.
هغه زیاتوي چې د یادې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي او د پنځم کس د نیولو هڅې روانې دي.
بلخوا، د نیول شوو کسانو له ډلې یوه ويلي چې وړمه شپه د ترینکوټ اړوند د سرخمرغاب سیمه کې د غلا لپاره یوه کور ته ورغلي وو.
هغه زیاته کړې، کله چې د کور څښتن دوی وپېژندل نو ډزې یې پرې وکړې، هغه یې وواژه او یوه کوچنۍ لور یې ټپي شوه.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې ډېر ژر به د دغو کسانو دوسيې محکمې ته واستول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP