Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاپان له افغانستان سره ۱۳،۵ میلیون ډالر مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د جاپان د ۱۳،۵ میلیون ډالر مرستې خبر ورکوي او دغه‌ راز وايي، د تېر کال په اوږدو کې یې په دغه هېواد کې له څه باندې شپږ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، په یادو پیسو به هغو کسانو ته بېړنۍ تغذیه او خوراکي مرستې وړاندې شي چې د خوړو له کمښت سره مخ دي او د ملګرو ملتونو سازمان بشردوستانه هوايي خدمتونه به هم فعال وساتي.

سرچینې په افغانستان کې د جاپان د سفیر تاکایوشي کورومیا له قوله لیکلي: «د افغانستان د نفوس درېیمه برخه اوس‌مهال نه پوهېږي چې د دوی د راروان وخت خواړه به له کومه ځایه راځي او هغوی د خوراکي توکو برخه  بشردوستانه مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.»

یاد سازمان څرګنده کړه، دغه پیسې به د ۶۳۰ زره هغو کسانو لپاره چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، د خوراکي توکو او دغه راز د څه باندې ۴۲۰ زره میندو او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنې په برخو کې ولګول شي.

بلخوا، د خوړو نړۍوال سازمان پر اېکس‌پاڼه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې یې په دغه هېواد کې له څه باندې شپږ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.

د یاد بنسټ په وینا، یادې مرستې په تېر میلادي کال کې شوې چې د خلکو لپاره په پېرنه او سیمه‌‌ییزه اقتصاد پیاوړتیا کې اغېزناکې تمامې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد سازمان تېره پنجشنبې ویلي وو، په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو فعالیتونو دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

سرچینې زیاته کړې وه، د ۲۰۲۴ کال په راتګ سره ۳۳۳ میلیون کسان په ۷۸ هغو هېوادونو کې چې د خوړو نړۍوال پروګرام په کې فعالیت لري، له سختې لوږې سره مخ دي او هغوی نه پوهېږي چې د راروان وخت خواړه به یې له کومه ځایه برابرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.