فیروزکوه (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي چې په تېره نږدې یوه میاشت کې پر شري اخته ۱۲۸ ماشومان په دغه روغتون کې بستر شوي خو ځیني پایوازان په یاد روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت لري.
ډاکټران وايي چې شری یوه عفوني او ساري ناروغي ده چې د یو ډول ویروس له امله رامنځته کېږي؛ تبه، ریزش، ټوخی او پر پوستکي سور رنګه بخارونه د دې ناروغۍ له نښو دي.
د غور ولایتي روغتون کې پایوازان د بسترونو له کموالي شکایت لري
مریم هغه مور چې خپل ماشوم یې یوه اونۍ مخکې د غور ولایتي روغتون ته راوړی وايي چې څو ځلې یې د خپل ماشوم درملنې لپاره د خپل کلي روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې، خو سمه درملنه یې نه ده شوې.
هغه هم په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت لري او زیاتوي: «یوه اونۍ مخکې روغتون ته راغلي وو، ناروغان ډېر زیات وو، په هر چپرکټ درې ناروغان بستر وو، درمل مو واخیستل بېرته کلي ته لاړو، ښه نه شو بیا د کلي ډاکټرانو ته هم ورغلو، ښه نه شو.»
هغې چې په دویم ځل خپل ماشوم ولایتي روغتون ته راوړی، ویې ویل: «دویم ځل دی چې ناروغ مو روغتون ته راوړی، اوس بستر دی، د خدای فضل دی وضعیت یې ښه شوی دی.»
ورته مهال، د ثریا په نوم بلې مور چې خپل ماشوم یې د درملنې لپاره له چهارسدې ولسوالۍ یاد روغتون ته راوړی هم وویل: «څو ځلې مې خپل ماشوم ځايي ډاکټرانو ته یووړ، ښه نه شو.»
هغه هم په یاد روغتون کې د بسترونو له کموالي یادونه کوي او وايي چې اوسمهال په هر بستر کې درې ناروغان پراته دي.
نوموړې وویل، په دغو پنځو ورځو کې یې چې ماشوم یاد روغتون کې بستر دی، وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی.
ډاکټران: په غور کې د شري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی
د غور ولایتي روغتون کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر محمدموسی الفت پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده مرغه سږ کال شری بیا خپور شوی چې له نېکه مرغه تلفات یې کم دي؛ په تېره یوه میاشت کې ۱۲۸ ماشومان بستر شوي او یو ماشوم مړ شوی هم دی، دغه ناروغي د ډېرېدو په حال کې ده.»
هغه پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېرېدو لامل په اړه وویل: «د دې ناروغۍ خپرېدو لامل د کورنیو نه پوهاوی او د واکسین نه تطبیق دی؛ د واکسین په اړه خلک بد نظر لري، داسې فکر کوي چې ګواکې زموږ ماشومان نارغوي، خپل ماشومان نه واکسین کوي، له بده مرغه ماشومان په شري اخته کېږي.»
ورته مهال، د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال له پژواک سره خبرو کې په یاد روغتون کې د ناروغانو لپاره د بسترونو د کمښت ستونزه تایید کړه.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه له ډېرو کلونو راهیسې روغتون د بسترونو له کمښت سره مخ دی؛ سره له هغه هم موږ د عامې روغتیا له وزارت او خپلو همکارو موسسو سره په همغږي هڅه وکړه څو ساري ناروغانو لکه پر شري اخته ناروغانو ته رسېدنه وکړو او د دې ناروغۍ د لا خپرېدو مخنیوی وکړو.»
خو نوموړی زیاتوي چې د غور عامې روغتیا ریاست د شري ناروغانو درملنې لپاره په ولایتي روغتون کې مناسب ځای جوړ کړی او متخصصین یادو ناروغانو ته رسېدنه کوي.