مزارشریف (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي او وروسته تښتېدلی دی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار اوومې ناحیې اړوند کارته خراسان سیمه کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي د تومانچې او کلاشینکوف په ډزو وژلي دي.
هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کې پلار، مور، ورور او یوه بله ښځه چې نسبي تړاو یې تر اوسه نه دی مشخص شوی، شامل دي.
وزیري زیاتوي، تورن کس له سیمې تښتېدلی خو پولیس د پېښې لامل معلومولو او قاتل نیولو په لټه کې دي.
د یادونې ده، پرون د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې هم یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي او قاتل نیول شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن