کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): په لوړه بیه د سیمکارتونو له پلوره د خلکو له شکایت وروسته د مخابراتو او معلوماتي او ټکنالوجۍ وزارت ويلي چې له دې وروسته هیڅ مخابراتي شبکه نه شي کولای له سل افغانۍ په لوړه بیه سیمکارت وپلوري.
د مخابراتو وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «یو شمېر خلکو شکایت درلود چې ځيني نمایندهګۍ عادي سیمکارتونه په لوړه بیه پلوري؛ له همدې امله د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ریاست ټولو مخابراتي شبکو ته وویل چې هیڅ یوه مخابراتي شبکه له ۱۰۰ افغانۍ پورته سیمکارتونه ونه پلوري.»
نوموړي ویلي چې هره ورځ مرکز او ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له نمایندهګیو څارنه کېږي څو د دې ستونزې مخه ونیول شي.
د هغه په خبره، که مخابراتي شبکې له ټاکل شوې بیې پورته سیمکارتونه وپلوري، به قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر خلکو د سیمکارتونو پلور له درېدو هم شکایتونه درلودل، خو د مخابراتو وزارت مسوولینو پژواک ویلي وو چې دا ستونزه حل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP