لښکرګاه (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي چې په څلورو ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او زرګونه مرمۍ ترلاسه شوې دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت مسوولینو د تېرو دوو اونیو موده کې د کشفي راپورونو پر اساس په نادعلي، واشیر، ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي .
حقاني زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې درې زره بېلابېل ډول مرمۍ، دوه کلاشينکوفونه، يو اېمفور او يوه تومانچه ترلاسه شوي دي.
هغه وايي چې د مرمیو او وسلو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
د حقاني په خبره، يادو کسانو غوښتل چې دغه وسلې او مهمات نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP