پلخمري (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د سالنګ لویه لار نن سهار یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د بغلان امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د سالنګ لار نن سهار یو ځل بیا د واورې اورېدو او توپان له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
سرچینې له خلکو غوښتي چې د لارې تر بېرته خلاصېدو پورې پر دې لار له سفر کولو ډډه وکړي.
د یادونې ده، ډېری مهال د واورې اورېدو او توپان امله دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP