کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې یوه امنیتي قطعه جوړه کړې، هممهاله یو شمېر هېوادوالو د دې امنیتي قطعې د جوړېدو هرکلی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع یوه ويډیو کلېپ کې ویلي: «د هېواد د ځنګلونو ساتنه یوه قانوني چاره ده او پولیس مسوولیت لري چې له نورو اړوند بنسټونو سره په همغږۍ او همکارۍ د ځنګلونو او طبیعي منابعو ساتنه وکړي.
د هغه په خبره، طبیعت ته زیان رسول او د طبیعي منابعو تخریبول جرم دی.
هغه وایي چې کورنیو چارو وزارت د هېواد د ځنګلونو ساتنې په موخه یوه امنیتي قطعه جوړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې زموږ د هېواد طبیعي منابعو د له منځه وړلو او په ځنګلونو کې د ونو پرې کولو لامل کېږي، د پولیسو له خوا به ورسره قانوني چلند وشي.»
نوموړی وایي چې پولیس د کرنې، اوبو او برېښنا او کانونو او پټرولیم وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې او نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ د هېواد د ټولو ټولګټو تاسیساتو، زېربناوو، د ځنګلونو او طبیعي منابعو ساتنه کوي.
ورته مهال، د خوست یوه اوسېدونکي اباسین څپاند پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې حکومت د ځنګلونو ساتنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
د هغه په خبره، په لرو پرتو سیمو کې د ځنګلونو وهلو او تخریب مخه نیول شوې ده.
د خوست یوه بل اوسېدونکي سباوون الهام وویل که دغه قطعه خپل فعالیت ژر پیل کړي او دوام ورکړي، د هېواد ټول ځنګلونه به وساتل شي.
بلخوا، د کابل ښار یو اوسېدونکی نور سلطاني وایي چې د ځنګلونو ساتنې په موخه د دې امنیتي قطعې جوړول یو ښه کار دی.
نوموړی له سرپرست حکومته غواړي څو د ځنګلونو ساتنې په موخه لا ډېره هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هېوادوالو په ځلونو د ځنګلونو بې درېغه وهلو مخنیوي غوښتنه کړې وه.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن