ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني ملي کمپ پیل شو

کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني ملي کمپ پیل شو

author avatar
4 Feb 2024 - 17:14
کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني ملي کمپ پیل شو
author avatar
4 Feb 2024 - 17:14

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): په کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني او د استعداد موندنې ملي کمپ پیل شو چې په پای کې به یې د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.

د دغه تمریني کمپ د پیل په مراسمو کې د والیبال ملي فدراسیون سکرتر جنرال محمدناصر نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه تمریني کمپ چې نن پیل شو لس ورځې به دوام وکړي.

هغه وویل چې په دغه تمریني کمپ کې د هېواد له ټولو ولایتونو ۱۱۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړه، د دغه تمریني کمپ د ترسره کولو موخه په هېواد کې د والیبال لوبې ته وده ورکول او ملي او نورو لوبډلو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د ده په خبره، دغه کمپ هر کال ترسره کېږي چې له دې مخکې هم دوه ځلې ترسره شوی او د ملي لوبډلې ۵۰ سلنه لوبغاړي له همدې کمپونو غوره شوي دي.

نوري زیاته کړه، د دغه تمریني کمپ په پای کې به ۸۷ لوبغاړي د ۲۳ کلنو، ۱۹ کلنو او ساحلي والیبال ملي لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي انتخاب شي.

د هغه په وینا، د روانې سلواغې میاشتې په ۲۴مه به د والیبال غوره لیګ سیالۍ هم پیل شي چې اته لوبډلې به په کې ګډون ولري.

همدارنګه د والیبال ملي فدراسیون ایراني روزنکي اسد الهي پژواک ته وویل چې دغه ډول کمپونه د نوو استعدادونو پیدا کولو لپاره ډېر مهم دي.

نوموړي زیاته کړه چې که دغه شان کمپونه دوام وکړي او په میاشت، دوه میاشتو او یا هم درې میاشتو کې یو ځل ترسره شي، نو د هېواد والیبال به ورسره ډېر پرمختګ وکړي.

دغه راز، د یاد تمریني کمپ یوه ګډون‌وال فهیم پژواک ته وویل، دا یې لومړی ځل دی چې په دا ډول تمریني کمپ کې ګډون کوي.

هغه وایي، د یاد کمپ لپاره یې ډېر تمرینونه ترسره کړي او هیله لري چې د ملي او یا هم نورو لوبډلو لپاره انتخاب شي.

نوموړي له والیبال فدراسیون څخه غوښتنه وکړه، هغه کسان دې د لوبډلو لپاره وټاکل شي چې استعداد یې ولري او دغه پروسه دې په شفاف ډول ترسره کړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.