ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

author avatar
4 Feb 2024 - 22:51
بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي
author avatar
4 Feb 2024 - 22:51

[restrict paid=”true”]

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد او بهارک ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د ترافیکو مدیر قاري ګلب‌الدین وایي چې د فیض‌اباد ښار په پنځمه حوزه او د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې په کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل دغه پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

باید وویل شي چې دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو په کچه کې لوړوالی راغلی دی.

د پژواک د راپورونو له مخې، د سږ کال په اوږدو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

[/restrict]

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.