Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د واورې ښویېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي
آرشیف

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدو امر محمد کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون څلور د شهربزرګ ولسوالۍ د خمای کلي اوسېدونکي د یوه کس په جنازه کې د ګډون په موخه بل کلي ته تللي وو چې په لار کې د واورې ښویېدنې سره مخ شوي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده پېښه کې درې کسان مړه شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.