ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان او میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

بدخشان او میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
4 Feb 2024 - 00:51
بدخشان او میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
4 Feb 2024 - 00:51

[restrict paid=”true”]

فیض‌اباد، میدان‌ښار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د بدخشان او میدان‌وردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار د سلواغې په ۱۴مه پژواک خبري اژانس اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته د ارګو ولسواالۍ په اشکاشان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په ټپیانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي او مړ شوی درې کلن ماشوم دی.

د یوه بل خبر له مخې، د میدان‌وردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند د عزیز کلا په  سیمه کې د کابل ــ کندهار پر لویه لار د کرولا او ۵۸۰ موټر ترمنځ د ټکر له کبله درې کسان  مړه  او درې نور کسان ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومانداني وایي چې امنیتي مسوولینو ټپیان د غزني ولایت مرکزي روغتون ته انتقال کړي او روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

[/restrict]

Views: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.