کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سبا (دو شنبه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښته کېږي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
یاد بانک د سلواغې په ۱۱مه هم ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
د افغانستان بانک ټاکلي اندازه امریکایي ډالر په بازار کې په دې موخه لیلاموي څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي.
Views: 112
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن